نوی فرانسوي ولسمشر د می په ۱۵ کار پيلوي

په فرانسې کې اعلان شوی چې نوی ولسمشر فرانسوا هولاند به د روانې میلادی میاشتې په ۱۵ نېټه د چارو واګی په لاس کې واخلي.

دغه نیټه د ښاغلي هولاند د کارکوونکو او ولسمشر ساركوزي د ادراې تر منځ تر خبرو وروسته ټاکل شوې ده.

ښاغلی هولاند وايي د هغه یو له لومړنیو کارونو به د سپما د پلانونو په اړه د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره خبرې وي.