یمني مخالفو وسله والو ۳۰ سرتيري وژلي

یمني چارواکي وايي مخالفو وسله والو د دې هېواد په جنوب ابیان ولایت کې لږترلږه ۳۰ سرتیري وژلي دي.

ګڼ شمېر نور پوځیان یرغمل نیول شوي دي.

دغه پېښه یوه ورځ وروسته تر هغه رامنځ ته شوې چې په یوه هوايي برید کې د القاعدې یو لوړپوړی چارواکی ووژل شو.

يمني چارواکو تایید کړې چې فهد القصع په جنوبي ايالت شبوه کې په توغندي لگېدلى.

د دۀ نوم د هغو کسانو په لست کې و چې د امريکا امنيتي فدرالي اداره / اېف بي ايې / ورپسې وه.