جرمني افغان له القاعدې سره په همکارۍ تورن کړ

د جرمني څارنوال د هغه افغان لپاره چې اوس د جرمني تابعیت لري او د القاعدې سره په همکارۍ تورن دی، د ۷ کلونوبند سزا وغوښته.

پراحمد ولي صدیق تور دی چې په جرمني او اروپا کې یې د ترهګریزو چارو په پلانولو کې لاس لاره، نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې له هامبورګ نه قبایلي سیمو ته ولاړ او یو کال وروسته په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ونیو.

څارنوال وایي نوموړي د ازبکستان له اسلامي غورځنګ او القاعدې سره اړیکي لرل.