ملاوي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دی

په ملاوي کې د دغه هېواد د پيسې يا کرنسۍ د لويدو له امله خلکو په بېساري ډول د اړتيا وړ لومړنيو شيانو اخيستو ته مخه کړې ده.

په بلن ټاير کې د بي بي سي خبريال وايي ډېری دوکانونه د بورې، غوړيو او ډوډۍ په څېر خوراکي توکو نه خالي شوي دي.

د ملاوي حکومت دغه ګام له نړيوالو سره د اړيکو ښه کولو او د مرستو د جلبولو په موخه اخيستی دی.