سره صلیب د سوریې بشري وضعیت خراب ښودلی

د نړیوال سره صليب اداره وايي سره له دې چې په سوريه کې د نړيوال استازي کوفي عنان په منځګړيتوب اوربند ټينګ دی، دغلته بشري وضعيت مخ په خرابېدو دی.

سور صليب وايي سلګونه زره کسان په دغه هېواد کې له کړاوونو سره مخامخ دی.

دغې ادارې په سوريه کې د خپلو مرستو د دوام لپاره د نورو ۲۷ ميليونه ډالرو غوښتنه وکړه.

دوی وايي د ملګرو ملتونو څارونکي بايد ژر تر ژره دمشق ته واستول شي، نه يوازې دمشق ته، بلکې نورو سيمو ته هم.