امریکا د بمي دسیسه ګر دوه ګونی جاسوس بللی

له امريکا نه راپورونه وايي هغه سړی چې د لاندينيو جامو بمي توطيې مرکزي کس و په حقيقت کې دوه ګونې جاسوس و.

امريکا او ملګريو يې ويلي وو، چې دغه توطيه يې شنډه کړې ده.

د امريکايي چارواکيو له خولې اوس ويل شوي دغه شوني بريدګر ته چې کله بم ورکول کېده، د سي ای اې او سعودي استخباراتو لپاره يې کار کاوه.

اله چې جاسوس بيا امريکايانو ته سپارلې د هغې بلې پرمختللې بڼه بلل شوې چې د القاعدې ۲۰۰۹ کال د لاندينيو جامو ناکامې بمي توطيه کې کارولې وه.