اوباما د همجنس بازانو د جوړه کېدو ملاتړ وکړ

بارک اوباما د امریکا لومړنی ولسشمر شو چې د همجنس بازانو د قانوني جوړه کېدو ملاتړ یې اعلان کړ.

اوباما په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل هغه تل په دې باور ټینګ ولاړ وو چې د امریکا د ښځینه او نارینه همجنس بازانو سره باید د برابرۍ او عدالت چلند وشي.

خو هغه د دغې موضوع په تړاو چې امریکايان يې اوس هم سره ویشلي دي، د ده په وینا چې د پرمختګ او تکامل پړاونه یې وهل.