لوېدلې الوتکه کې څوک ژوندي نه دي پاتې

په اندونیزیا کې پلټونکي وايي فکر نه کوي چې د چهارشنبې ورځې الوتکې رالوېدو په پېښه کې دې څوک ژوندي پاتې وي.

پلټونکو ډلو په اندونیزیا کې د هغې لویدلې روسي الوتکې ټوټې موندلي چې له جاکاراتا سره نژدې راوغورځېده.

د سوخیو الوتکه د چهارشنبې په ورځ د نمایشي الوتنې پر مهال له رادار څخه ورکه شوه.

په دغې الوتکې کې د اخیستونکو او خبریالانو په ګډون تر څلوېښتو ډېرې سپرلۍ لرلې.