حامدکرزي د فرانسې له نوي ولسمشر سره خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره په لومړي ځل د پنجشنبه په ماښام ( د مۍ ١٠ ) تيلې فوني خبرې وکړې او هغه ته يې د دندې د ترلاسه کولو مبارکي وويل.

ښاغلي اولاند ويلي چې د سږ کال تر پاى پورې به له افغانستانه خپل سرتيري وباسي.

ولسمشر کرزي په تيلې فوني خبرو کې د افغان چارواکو په وينا وويل چې د افغانستان په اړه د فرانسې د رهبرۍ تصمیمونو ته احترام لري.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا ټینګار وکړ، پرېکړه وشوه چې د افغانستان په اړه د شیکاګو د کنفرانس په څنډه کې به له یو بل سره وګوري او د افغانستان او فرانسې تر منځ همکاریو پر لا پراختیا به خبرې اترې وکړي.