پر جنوبي سودان بریدونه جنګي جرمونه ګڼل کېدی شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشره ناوي پیلي وايي د سودان له خوا پر جنوبي سودان هوايي بریدونه ښايي جنګي جرمونه وګڼل شي.

اغلې پیلي د سویلي سوډان په پلازمینه جوبا کې هغه بریدونه چې دې پر ملکي ځایونو قصدي وبلل وغندل:

''په تېرو شپږو میاشتو کې ما دوه ځلې په عام محضر کې د سوډان د وسله والو ځواکونو له خوا په سویلي سوډان کې هوايي بمبارۍ غندلې دي. نن زه دا بمبارۍ بیا غندم. زه ډیره خپه یم چې دا بمبارۍ د خلکو د اوسېدو په سیمو کې کېږي او د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.''

دغه راز سویلي سوډان هم څو ورځې وړاندې خرطوم تورن کړ چې د ملګرو ملتونو له مسودې نه چې د جګړو د پای ته رسولو په اړه ده، په سرغړونې بمباري کوي.

خرطوم وايي سویلي سودان په خپله خاوره کې د یاغي ډلو ملاتړ کوي.