ترکي خبریالان تهران ته ورسېدل

هغه دوه ترکي خبریالان چې دوه میاشتې وړاندې سوریه کې نیول شوي وو، مخکې له دې چې ترکیې ته ستانه شي، تهران کې یې له خپلو کورنیو سره کتلي دي.

ادم اوزکوس او حمید جوسکون په یوه الوتکه کې تهران ته وړل شوي.

دواړو خبریالانو د ترکیې خبري اژانس ته کار کاوه.

دوی به له تهرانه بېرته ترکیې ته له خپلو کورنیو سره واستول شوي.