یوناني ولسمشر د بیړني حکومت جوړولو کار پیل کړی

د یونان ولسمشر کارلوس پاپولیاس د یوه بیړني حکومت په جوړولو کار پیل کړی چې د ټاکنو له بیا ترسره کېدو څخه ډ ډه وشي.

د تېرې یکشنبې ورځې ټاکنو په پایله کې هیڅ ګوند دومره رایې نه دي ترلاسه کړي چې په یواځې سره حکومت جوړ کړي او د ایتلافي حکومت په جوړولو کې هم تر اوسه کوم جوړجاړی نه دی شوی.

ښاغلی پاپولیاس د ګوندونو مشران راغواړي چې یوې معاملې ته سره ورسیږي.

یونان د یکشنبې ورځې (د مۍ ۶ ) له ټاکنو وروسته له یوه بن بست سره مخ شوی دی.