یمن وايي څارګرو الوتکو د القاعدې ۱۱غړي وژلي

يمن کې پوځ وايي په دوه هوايي گوزارونو کې د القاعدې لږ ترلږه ۱۱ اورپکي وژل شوي دي.

فکر کيږي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دغه گوزارونه ترسره کړي وي.

واشنگتن ددې پخلى نه دى کړى او امريکايي چارواکو يمن کې د بې پيلوټه الوتکو د کارونې په اړه څه نه دي ويلي.

د پنجشنبې په ورځ يوه توغنديز بريد د القاعدې اته اورپکي ووژل.

د دوشنبې په ورځ يمني چارواکو وويل، د القاعدې هغه مشر وژل شوى چې په ٢٠٠٠ کال پر امريکايي پوځي بېړۍ بريد کې د لاس لرلو له کبله يې لټه کېدله.