نایجریا د بوکو حرام یو جګپوړی مشر نیولی

نايجريا کې پوليس وايي شمالي ښار کانو کې يې د بوکو حرام د اسلامي اورپکې ډلې يو جگپوړى قوماندان نيولى دى.

دوى وويل، قوماندان سليمان محمد ښار کې د ډلې اوپراتيفي مشر و چې د هېواد په جنوب لوېديځ کې مېشتې د يوروبا په قبيلې پورې اړه لري.

نايجريا کې د بي بي سي خبريال وايي د ښاغلي محمد قومي تړاو له دې کبله مهم دى چې ښيي بوکو حرام له شمال پرته د هېواد په په نورو سيمو کې هم ملاتړي لري.

پخوا ډلې هغه رپوټونه رد کړي وو چې پوليسو ويلي وو چې د هغې جپگوړي غړي يې نيولي دي.