چین او ۲ ګاونډيان يې پر آزادې سوداګرۍ خبرې کوي

چین ، جاپآن او جنوبي کوریا وایې په پام کې لري چې ډیر ژر په خپلو کې د آزادې سوداګرۍ د تړون په اړه خبري پیل کړي.

دغو دریو هیوادونو په بیجینګ کې یو داسې تړون لاسلیک کړ چې خبرو ته لار هواروي.

د چین لومړي وزیر وین جیا باو د دغه لاسلیک تر مراسمو وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې دغه تړون سره به د شمال ختیځې آسیا پیاوړي اقتصادي هیوادونو ته د نور پرمختګ زمینه برابره کړي.