يونان: نوي حکومت جوړيدو پر سر خبرې پای ته ورسیدې

په یونان کې د دریو عمده سیاسي ګوندونو د مشرانو او ولسمشر ترمنځ د یوه نوي حکومت د جوړیدو لپآره خبري اتري پای ته ورسیدې.

د پآیلو په اړه تر اوسه کوم څه نه دي راغلي ، خو اوس تمه ده چې ولسمشر د ټولو هغو کوچنیو ګوندونو له مشرانو سره په جلا جلا توګه وګوري چې د پارلمان د څوکیو د ګټلو لپاره یې کافې رایې خپلې کړې وې .

د نوي ډیموکراسي محافظه کاره ګوند مشر انتونیوس ساماراس وړاندې ویلي وو چې د دغو مشرانو دنده دا ده چې په یورو زون کې د یونان د پاتې کیدو لپاره همکاري وکړي.

په آتن کې د بي بي سي خبریال وایي که چیرې د نن ورځې خبرې هم بې نتیجې را ووځي ، ښایي په دغه هېواد کې د بل ځل لپاره هم ټاکنې وشي.