په لبنان کې سني او علوي ډلو تر منځ نښتې شوي

د لبنان په طرابلس ښار کې د دوو سیالو ډلو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه دوه کسه وژل شوي .

جګړه وروسته له هغه ونښته چې د لبنان امنیتي ځواکونو یو سني مذهبي مشر ونیو .

ویل کیږي دغه مذهبي مشر د سوریې له کډوالو سره مرسته کوله .

د دغې سني او علوي ډلو تر منځ راکټونه او لاسي بمونه هم کارول شوي.

په ګاونډي هیواد سوریې کې د ولسمشر اسد پلویيانو علوي اقلیتونو او عمده سني مخالفینو تر منځ شخړو په طرابلس کې دغه جګړې لا تودې کړې.