نیپال کې مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې ده

له نيپال نه راپورونه وايي يوه الوتکه چې ۲۱ کسه يې لېږدل د هېواد په شمال کې رالوېدلې ده.

ځايي پوليس وايي الوتکه د جامسوم پر هوايي ډګر د کېناستو پر مهال پرېوتې ده.

په دغه الوتکه کې سيلانيان او غر ختونکي ناست وو.

ويل کېږي دغه الوتکه د اګري ايير شرکت ده.