زابل کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي

د افغانستان زابل مرکز کلات اړوند امن پله سیمه کې د کندهار-کابل پر لویه لاره د یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي ګاډي د اوښتو له کبله لږترلږه د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د زابل د ترافيکو مدير سمونيارعبدالاحمد وايي، پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې يوه بار وړونکې لارۍ له سر څخه پړسړک د سامانونو غوټه راولوېده چې له امله یې د ۳۰۳ بس موټر چلوونكى چې په ګړندي تګ كې و، وراخطا او موټر يې له سړکه واوښت.

د ترافيكو مدير وايي چې د پېښې په ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم دي.

چارواکي وایي چې ډېر کله ګړندی تګ او د اندازې زیات بار د دا ډول پېښو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.