د فرانسې نوی ولسمشر لوړه کوي

په پام کې ده چې څو ساعته وروسته به د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند د پاریس په الیزه ماڼۍ کې د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

د لوړې په دې مراسمو کې د فرانسې مخکنی ولسمشر نیکولا ساغکوزی هم ګډون کوي.

د لومړې له مراسمو وروسته، ښاغلی اولاند جرمني ته روان دی، او هلته له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره خبرې لري.

په داسې حال کې چې اورپا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده، دا سفر د جرمني او فرانسې ترمنځ د اړیکو پر اهمیت دلالت کوي.

جرمي او فرانسه دواړه د یورو زون سیمې دوه اقتصادي هېوادونه دي.