م.م وايي جنوبي سودان کې د لوږې د ناورین وېره ده

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د جنوبي سوډان د وګړو تر نیمایي زیاته برخه له سودان سره د جګړې له امله له لوږې سره مخامخ کېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوالې ټولنې په رپوټ کې راغلي چې پنځه میلونه وګړي له خطر سره مخامخ دي.