هلمند کې ۹ ټنه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د هلمند ځايي چارواکو ویلي چې ددغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې نهه ټنه چاودېدونکي توکي نیولي دي.

دوی وايي چې دا توکي د لښکرګاه په خوشکابه سیمه کې کې د مۍ پر پنځلسمه (سه شنبه) د عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

د هلمند ځايي استخباراتي سرچینې ویلي چې په نیول شوو توکو کې امونیم نایتریت او د ټي این ټي چاودېدونکي توکي شامل دي.

دوی وايي چې دا توکي په لویو بریدونو په تېره بیا د ګاډو په وسیله بریدونو او ځانمرګو واسکټونو کې کارول کېږي.

دوی ادعا لري چې دا توکي د پاکستان له ګردي ځنګل سیمې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ او بیا وروسته لشکرګاه ته د ملا اغا ولي په نامه د یوه قومندان په مټ لېږدول شوي.