د ملاديچ محاکمه وځنډيده

د بوسنيا-سربانو پوځي قومندان راتکو مېلادېچ، چې په جنګي جرمونو تورن دی، محکمه وځنډول شوه.

د جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې مشر قاضي وايي، د محکمې ځنډول به قاضیانو ته دا فرصت وکړي، چې له څارنوالانو نه د شوو غلطيو په اړه ډیر مالومات راغونډ کړي. تر اوسه روښانه نه ده، چې کله د جنرال میلادیچ محکمه به بیا پيل شي.

جنرال مېلادېچ چې اوس ۷۰ کلن دی، د بوسنیا په جګړه کې د توکميزې او ټولوژنې په ګډون له ۱۱ تورونو سره مخامخ دی خو هغه پر ځان ټول لګیدلي تورونه رد کړي دي