افغانستان کې د ايساف دوه سرتيري وژل شوي

ایساف ځواکونه په افغانستا ن کې د خپلو دوو سرتیرو د وژني پخلی کړی دی.

د ایساف له خوا په یوه وینا پاڼه کې راغلي چې دغه سرتیري د جمعې په ورځ( د مۍ ١٨) د افغاستان په ختیځ کې د وسلوالو مخالفینو په یوه برید کې وژل شوي ، خو د پیښې دقیق ځای یې نه دی ښودلى.

په دغې اعلامیې کې د سرتیرو د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي .

ايساف عمومآ تر هغو د وژل شويو سرتيرو نوم او هيواد نه په ډاگه کوي چې کورنۍ يې پرې نه وې خبرې شوي.