د سوريې حکومت مخالفې سره مخالف شوي

د سوریې د مخالفینو ډلې یا د سوریې ملي کونسل ( اس ان سي) مشر ویلي دي چې له خپلې دندې به استعفی کوي .

نوموړي دا اعلان داسي مهال کړی چې د دې ډلې تر منځ اختلافونه او نیوکې مخ په ډیریدو دي .

برهان غایلون چې د سه شنبه په ورځ( د مۍ ١٥) یو ځل بیا د دغې شورا د مشر په توګه غوره شوی وو ، ویلي دې نه غواړي د بې اتفاقۍ او اختلاف مشر وبلل شي . هغه وایې هر کله چې پر ځای یې بل څوک ټاکلو لپاره پیدا شي ، خپله دنده به پریږدي .