اوباما د صنعتي هېوادونو مشرانو ته هر کلی ووايه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په کېمپ دیوید کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو مشرانو ته د سرمشریزې لپاره هرکلی وکړ.

ټاکل شوې په دې غونډه کې په یورو زون کې پر مالي بحران بحث وشي، خو دوی په خپله لومړنۍ لیدنه کې د ماښامنۍ پر مهال د ایران او شمالي کوریا پر اټومي هڅو او هم د سوریې پر تاوتریخوالي خبري وکړې.

چارواکي وایي په دغه ناسته کې د ایران په ګډون پر نورو ډیرو موضوعګانو د نظر ورته والی موجود وو.

تر دې وړاندي ښاغلي اوباما او د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند په ښکاره ویلي وو چې غواړي پر اقتصادي ودې غور وکړي.

ښاغلي اوباما ویلي چې د اروپا د پورونو له بحران سره د مقابلې موضوع ورته فوق العاده ډیر اهمیت لري.