د شيکاګو سرمشريزه او د افغانستان هيلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیله لري چې د شیکاګو په غونډه کې د ناټو غړي هیوادونه له 2014 کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالښت او تمویل لپاره هر کال د 4.1 میلیارد ډالرو ورکولو ژمنه وکړي.

افغان چارواکي وايي ټاکل شوې په غونډه کې د افغانستان او ناټو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه مطرح شي.

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسېن وايي د شیکاګو په غونډه کې به دوی روښانه کړي چې په افغانستان کې د ایساف د ماموریت پاي د دوی د ژمنتیا د پای په مانا نه ده.

په دې غونډه کې به افغانستان هم د ترهګرې سره د مبارزی او دموکراتیک نظام د ټینګښت په اړه له نړیوالې ټولنې سره ژمنه وکړي.