د G8 هېوادو ټينګار د کارونو پر پيدا کولو

د اتو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې چې په امریکا کې ترسره شوه د نړۍ مشرانو د کارونو پر موندلو او د نړیوال اقتصاد په غوړولو ټینګار وکړ.

دغه راز مشرانو له یونان نه غوښتنه وکړه چې په یورو زون کې پاتي شي.

په یوې اعلامیې کې چې په کېمپ ډیویډ کې خپره شوه ویل شوي د نړیوال اقتصادي ثبات لپاره یو موټي او پیاوړی یورو زون مهم دی.

په اعلامیې کې اقتصادي وده حتمي بلل شوې خو ویل شوي چې په ټولو هیوادونو کې د اقتصادي ودې لپاره اقدامات ورته نه وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل که یونان خپل مسوولیتونه ترسره کړي او په یورو زون کې پاتي شي نو له اقتصادي ستونزو سره به یوازي مخ نه شي.