ايټاليا کې زلزلې تر اوسه ۴ کسه وژلي

د ایټالیا په شمال کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

دغه زلزله چې نيمه شپه په شمالي یولوګنا کې وشوه شدت يې پنځه اعشاریه نهه درجې وو.

د ایټالیا په ټلویزیونونو کې د فابریکو او کلیساوو ودانۍ ښودل شوي چې ړنګي شوي دي.

ویره ده چې تر نړیدلو ودانیو لاندې به نور کسان هم وي.

تر دې وروسته د کوچنیو ټکانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.