موګاديشو کې دوو بريدونو پنځه کسه وژلي

د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې په دوو بریدونو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د سړک ترغاړې په یوې چاودنې کې څلور دولتي عسکر ووژل شول.

په یوه بل برید کې دوه لاسي بمونه هغه مهال پر پولیسو ګوزار شول چې په یوه مارکیټ کې ناقانونه ځايونه نړول.

د مارکیټ یوه سوداګر بي بي سي ته ویلي په برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

موګادیشو د حکومتي ځواکونو له خوا د افریقايي اتحادیې د سوله ساتو ځواکونو په ملاتړ کنترولیږي، خو له دې سره سره د الشباب اسلامپاله ډله په ښار کې بریدونه کوي.