امريکا د چن ګوانګ چينګ د ورتلو هر وکړ

امریکايي چارواکو امریکا ته د چینايي فعال چن ګوانګ چینګ د ورتګ هرکلی وکړ.

د دغه چینايي فعال پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیک اختلاف هله رامنځ ته شول چې نوموړی له نظربندی وتښتید او د امریکا په سفارت کې یې پناه واخیسته. سپینه ماڼۍ وايي اوس ډېره خوښه ده چې دا لانجه هواره شوې.

ښاغلی چن سمدستې وروسته له هغه چې چینايي چارواکو پاسپورتونه ورکړل له خپلې ښځې او دوو بچیانو سره نیویارک ته روان شو.

چینايي مطبوعات وايي دغه فعال په امریکا کې د زده کړو غوښتنه کړې وه.