سرپل کې سيلاوونو ۶ کسه وژلي او ۱۵ يې ژوبل کړي

د افغانستان په شمال سرپل ولايت کې راوتلو سختو سيلاوونو شپږ کسه وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي ښايي د مړو او ټپيانو په شمېر کې زياتوالی راشي.

سيلاوونو د ښار ډيره برخه ويجاړه کړې او ویل کېږی چې په کلیو او بانډو کې يې هم درانه مالي تاوانونه اړولي دي.

د سیلاو له راوتلو وړاندې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی وو چې د ځان ساتلو لپاره لوړو سيمو ته وخېژي.

ځايي خلک دغه سیلاوونه په تېرو څو لسيزو کې بې ساری بولي.

دوی وايي حکومت او نورو مرستندويه ټولنو تر اوسه ورسره مرسته نه ده کړې.