سوډان د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ متخصصین خوشې کړل

سوډان د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ هغه څلور متخصصین خوشې کړي دي چې تېره میاشت یې د جنوبي سوډان سره پر پوله نیولي وو.

دغه کسان په خرطوم کې د جنوبي افریقا پخواني ولسمشر ته چې د افریقایې ټولنې په استازیتوب د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ منځګړیتوب کوي، وسپارل .

دغه کسان چې د برتانیا ، ناروې ، جنوبي افریقا او جنوبي سوډان وګړي دي، هغه مهال ونیول شول چې د هیګلیګ په لانجمنه سیمه کې د وسلو د پاتې شونو په راټولولو بوخت ول او غوښتل یې وپوهیږي چې دواړه لوري پر یوبل څه ډول وسلې کاروي .