سوریه کې د م م د مامورینو استوګن ځای ته نژدې چاودنه

له دمشق څخه راپورونه وایي هغه کاروان ته نژدې بمي چاودنه شوې چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د څارنې د ماموریت مشر په کې وو .

د دمشق په دوما سیمه کې عیني شاعدان وایي دغې چاودنې د ښاغلي رابرت مووډ او د هغه د ملګرو له موټر څخه ۱۵۰ متره واټن درلود.

دا څرګنده نه ده چې دا د سړک غاړې ته ایښودل شوی ماین وو که څنګه.

تر دې وړاندې د سوریې د کورنیو چارو وزارت دآزادې سوریې د پوځ په نوم د یوې مخالفې ډلې هغه ادعا خندونکې بللې چې په یوه ویډیویې کلپ کې یې ویلي وو چې دوی د حکومت شپږ عمده امنیتي کارکوونکي وژلي دي.

په دغه ویډیو کې د د فاع او بهرنیو چارو د وزیرانو د وژنې ادعا هم شوې ده.