پاکستان ټویټر بند کړ

د پاکستان د عامه اړیکو چارواکي وایي دوی په دغه هېواد کې د ټویټر ټولنیزې شبکې ته لاسرسی بند کړی دی.

دوی ېې لامل دا بولي چې دغې شبکې د هغو موضوعاتو د لیرې کیدو غوښتنه رد کړې چې پر اسلام یو ډول برید ګڼل کیږي.

په دغې شبکې کې داسې سیالي اعلان شوې وه چې کاروونکي یې باید د اسلام د پیغمبر خیالي انځورونه پاڼي کې کیږدي چې دا چاره د مسلمانانو له لوري کفر ګڼل کیږي.

د پاکستان د عامه اړیکو مشر محمد یاسین وایې فیسبوک د دغې سیالۍ په اړه د دوی اندیښنې په پام کې نیولي خو ټویټر هغه له پامه غورځولي ده.

دی وایې دغه شبکه به هغه مهال بیرته فعالیږي چې دا موضوعات ترې لیري کړای شي.

تر اوسه د فیسبوک اوتویټر دواړو له لوري په دې اړه څرګندونې نه دي شوي .