د م.م د بشري حقونو ادارې مشره زیمبابوې ته سفر کوي

د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشره زیمبابوې ته سفر کوي. ناوې پیلای د پنځه ورځني سفر لپاره د حکومت لخوا وربلل شوې ده.

په جينيوا کې د بي بي سي خبریال وایې داسي ښکاري چې د زیمبابوې حکومت په دې وروستیو کې د هغو نړیوالو بندیزونو د لیرې کیدو لپاره چې د بشري حقونو د سرغړونې له کبله پرې لګیدلي وو، هڅه کوي په خپلو کې اصلاحات راولي.

ټاکل شوې میرمن پیلاې له ولسمشر رابرت موګابې سره تر خبرو ورورسته په دغه هېواد کې د بشري حقونو له ډلو سره هم وګوري .