فرانسې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه وکړه

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزي له فرانسوي ولسمشر سره په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې پرمهال د لیدو پرمهال د فرانسوي پوځيانو په اړه خبرې وکړې.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، دواړو ولسمشرانو د افغانستان او فرانسې پر ګډو تاریخي اړیکو خبرې وکړې.

اعلامیه وايي، کرزي او فرانسوا اولاند ژمنه وکړه، چې د فرانسوي ځواکونو له وتلو وروسته به فرانسه د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

حامد کرزي له فرانسوي ولسمشر د بیارغاونې، روغتیا، لوړو زده کړو او لا ډېرو اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.