د نړیوالې اتومي انرژۍ مشر له تهران سره خبرې وکړې

د نړۍ د اټومي انرژۍ د ادارې مشر يوکيا امانو تهران کې دى چې د ايران پر اټومي پروگرام خبرې وکړې.

دغه کتنه، ددې اوونۍ په پاى بغداد کې له يوې مهمې غونډې دمخه کېږي چې تهران به د خپل اټومي پلټونو د موخو په اړه د لوېديځو هېوادونو شکونو ته ځواب ورکوي.

دا له هغې وروسته تهران ته د ښاغلي امانو لومړنى سفر دى چې درې کاله د مخه يې پردغې دندې کار پيل کړ.

هغه وويل، د خبرو په وروستيو پړاوونو کې ښه پرمختگونه شوي دي او له يوې مثبتې او جوړوونکې روحيې سره تهران ته سفر کوي.