ناټو د افغان ځواکونو د تمویل ژمنه وکړه

د ناټو سرمنشي وايي باور لري چې نړيواله ټولنه به له افغانستانه د ناټويي ځواکونو له وتلو وروسته، افغان امنيتي ځواکونو مالي تمويل ته دوام ورکړي.

شيکاگو کې دناټو د روانې سرمشريزې په لړ کې د وينا پر مهال اندريس فو راسموسين ژمنه وکړه، ناټو غواړي چې په برياليتوب سره يې په افغانستان کې ماموريت پاى ته ورسيږي او څنگه چې ده وويل، د عسکرو په ايستلو کې به بيړه ونه شي.

تيره اوونۍ د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند ژمنه وکړه چې دروان کال ترپايه به فرانسوي عسکر له افغانستانه وباسي.

دا له هغه يو کال مخکې ده چې د فرانسې پخواني ولسمشر نيکولا ساغکوزي له دې هېواده د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره ټاکلى و.