د سربیا مخالف نوماند ولسمشریزې ټاکنې ګټلې

سربيا کې مخالف نوماند تاميسلاف نيکوليک، له تمې خالف په دغه هيواد کې ولسمشريزې ټاکنې گټلې دي.

پخوانى ملتپالى ښاغلى نيکوليک چې د سربيا د يوې برخې په توگه د کوسوا د پاتې کيدو پلوى و، اوس ټينگار لري، غواړي چې هيواد يې د اروپايي اتحاديې غړى شي.

خبريالان وايي د بيوزلۍ او فساد په وړاندې د مبارزې په څير د مسالو په وړاندې کولو سره يې رايه اچوونکي خپل کړل.

د رايو لومړنۍ نتيجې ښيي چې ښاغلي نيکوليک په دوه سلنه رايو سره ولسمشر بريس تاديک ته ماتې ورکړې ده.