د مالي موقت ولسمشر تر بې هوښه کېدو وهل شوی

په مالي کې چارواکي وايي موقت ولسمشر ډايون کنډا ټراورا وروسته له هغه چې مظاهره چيانو د بې سده کېدو ترحده وواهه يوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

سلګونه قهرېدلي مظاهره چيان په پلازمېنه بماکو کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ورغلل او د هغې معاملې په تړاو يې دی وواهه چې د لوېديځې افريقا سيمه ييزې ادارې ده ته په واک کې د اضافي وخت لپاره د پاتې کېدو اجازه ورکړه.

دغې ادارې ولسمشر تراورا ته په واک کې د پاتې کېدو لپاره يو کال نور وخت ورکړ، په داسې حال کې چې د ده لپاره پر خپله څوکۍ د پاتې کېدو لپاره په څلوېښت ورځو موافقه شوې وه.

دوی له ده غواړي چې دغه پرېکړه بېرته رد کړي.

مظاهره چيان دغه افريقايي اداره د مالي په کورنيو چارو کې په لاسوهنې تورنوي:

''موږ له هغه غواړو چې دنده پرېږدي. پخپله خلک کولی شي چې د واک د لېږد لپاره پرېکړه وکړي. ولسمشر تراورا دې د ايکوواز تصميم رد کړي. دا زموږ له شان سره نه ښايي چې د نورو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو پرېکړه ومنو.''