کونړ کې د طالبانو قومندان او ملګری يې وژل شوي

د افغانستان له ختيځ کونړ نه راپورونه وايي افغان امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې يو ځايي طالب قومندان او د ده ملګری، وژلي دي.

د کونړ د والي وياند وايي پېښه هغه مهال په غازي اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې سهار وختي وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

په بريد کې لږ تر لږه پنځه پوليس هم ټپيان شوي دي.

بل خوا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د يوې ملت پالې ډلې له غونډې وروسته ډزې شوي دي.

راپورونه وايي د ډزو په پايله کې په څو ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.