ايکواز د مالي د ولسمشرۍ وهل خندلي

د لوېديځې افريقا سيمه ييزې ادارې ( ايکواز) د دوشنبې په ورځ د مالي د ولسمشرۍ پر ماڼۍ د مظاهره چيانو يرغل غندلی دی.

تېره ورځ قهرېدلو مظاهره چيانو موقت ولسمشر دايون کندا تراور د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بې سده کېدو تر حده وواهه.

دوی له دې امله په غصه شوي وو چې ايکواز ولسمشر تراور ته په واک کې د يوه کال نور پاتې کېدو اجازه ورکړه.

دغه ټولنه وايي د دغې پېښې تر شاه د هغو کسانو لاس دی چې غواړي په مالي کې د واک د لېږد بهير ګډوډ کړي.

مظاهره چيانو دغه افريقايي ټولنه د مالي په کورنيو چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه ويې ويل چې دوی به يې پرېکړه ونه مني.