اسپانيا ښونيزې ادارې بودجه کې د کسر راتلو اعتراض کې تړل شوي

په اسپانيا کې ښوونځي او پوهنتونونه د حکومت له لوري په بودیجه کې د کسر راتلو په اعتراض کې تړل شوي دي.

په دغه لاريون کې د ټول هېواد په کچه ښوونکو، محصلينو او زده کوونکو برخه اخيستې ده.

حکومت غواړي چې په يوه ټولګي کې ډېر زده کوونکي ليک لوست وکړی او ښوونکو ته به د اضافي ساعتونو درس ورکولو سره سره هماغه معاش ورکول کېږي چې مخکې يې اخيسته.

دغه راز د پوهنتون محصلين به د خپلو ازموينو د ورکولو لپاره شاوخوا پنځه ويشت فيصده اضافي فيس ورکوي.

حکومت وايي دا د اسپانيا د اقتصادي ثبات لپاره يو رغنده ګام دی.