۶ ځواکمن هېوادونه له ایران سره پر اتومي پروګرام غږېږي

ټاکل شوې د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه په چارشنبه (مۍ ۲۳) له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه نوې خبرې پيل کړي.

دغه خبرې دایران په غوښتنه د عراق په پلازمینې بغداد کې تر سره کیږي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني به ایراني چارواکي وهڅوي، چې د اتومي پروګرامونو د موخو په اړه توضیحات ورکړي.

لوېدیځ هېوادونه وېره لري، چې د ایران د اتوم بم د جوړولو په تکل کې ده خو ایران تل ټینګار کړی، چې اتومي پروګرام یې نګه سوله ییزې موخې لري.