د کراچۍ نارامیو کې ۱۰ کسان وژل شوي

لږ تر لږه ١٠ کسان وروسته تر هغه ووژل شول چې وسله والو د کراچۍ په ښار کې پر يوې سياسي غونډې د توپک خولې راوگرځولې.

په دي پېښه کې ددوه ژورنالستانو په گډون ٣٥ نور کسان ټپيان شول.

په کراچۍ کې د ٢٠١٢ م کال له تېرې جنورۍ راهيسې په روان قومي او سياسي تاوتريخوالي کې په سلگونه کسان وژل شوي دي.