کابل کې د چاودېدونکو توکو ډک ګاډي نیولو ادعا شوې

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې د چارشنبې په ورځ (مۍ ۲۳) یې کابل کې یو تونس ګاډي، چې ۵۶- کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې بار وو، له پنځو ''ترهګرو'' سره یوځای نیولی دی.

سرچینه وايي چې اورپکو غوښتل چې دا ګاډی شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې د پرېکړې په غبرګون کې د کابل هوايي ډګر پر سړک وچووي.