د ناروغ زړۀ پيوند د درملنې نوې بڼه

د لومړي ځل لپاره ساینس پوهانو دهغو بالغو کسانو ، چې د زړونو له سختو ناروغیو رنځیدل، له پوستکو حجرې ویستلې او بیا یې د صحت مند زړه پر نسج بدلي کړي چې د نوي زیږیدلي ماشوم دزړه نسج ته ورته دي.

په اسرایلو کې دغه میشت څیړونکي وايي، تمه لري د دغه ډول تخنیک پر مټ به ډاګټران وکړای شي د زیانمن شوي زړه دنسج پرځای یې ولګوي او د مریض دفاعي سیستم به یې هم رد نه کړي.

پروفیسر لیور ګیپسیټن، چې د دغې څیړنې مشري کوي بي بي سي ته وویل، چې لا یې ډیر ساینسي خنډونه په مخ کې دي، چې ښایې کلینیکي یا انسايي ازمویل به یې لس کاله نور وخت هم واخلي.