د نړۍ ۶ هېوادونو ايران ته د اټومي پروګرام پر سر نوی وړاندیز کړی

د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو ایران ته د اټومي پروګرام پر سر د انديښنو د راکمولو لپاره نوی وړاندیز کړی دی.

د اروپایې ټولنې یوه ویاند دا ونه ویل، چې په دغه وړاندیز کې پر ایران د بندیزونو نرموالی شامل دی او که نه.

له ایران سره دشپږو هېوادونو دغه خبرې دتهران په غوښتنه د عراق په پلازمینې بغداد کې روانې دي.

په همدې حال د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو پرضد خبرداری ورکړی.

د ایران دمخابراتو وزیر رضا تقېپور وايي، تمه لري چې د بغداد له غونډې به ښې پایلې راووځي.

"موږ هیله لرو، چې د عراق او استانبول د خبرو په نتیجه کې به د ایران او پنځو نورو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ ښه پرختګ رامنځ ته شي. تمه مو دا ده، چې نړیوال معیارونه د همکارۍ لپاره چوکاټ جوړ کړي".