د اسامه په موندلو تورن ډاکټر زنداني شو

پاکستاني چارواکي وايي، هغه ډاګټر چې د اسامه بن په وژنه کې دامریکا له څارګرې ادارې سي ای آې سره په مرسته تورن و، په پاکستان کې یو محمکې په ۳۳ کاله بند محکوم کړی دی.

راپورونه وايي، شکیل افریدی د خیانت په جرم ګرم پیژندل شوی دی.

هغه د واکسینو داسې جعلي پروګرم جوړ کړی و، چې ګمان کیږي پرمټ یې په ایبټ اباد ښار کې د اسامه د ځای ځایکي په موندلو کې له سي ای اې سره مرسته کړې وه.

اسامه بن لادن په همدغه ایبټ ښار کې د تیرکال په مۍ کې امریکا یي ځانګړو ځواکونو وواژه.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن تر دې وړاندې له پاکستانه د ښاغلي افریدي د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.